د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی دیني - علمي سیمینار په بریالی ډول پای ته ورسېد.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵
سمینار سه روزه دینی- علمی برای کارمندان و استادان پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا» موفقانه به پایان رسید.

د دغه سیمینار درېیمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند شیخ الحدیث ظهور الله صاحب د مسؤلیت احساس، امانت دارۍ، د خیانت غندنې، د استاد مقام او د محصلینو او نظام بر وړاندې د هغه مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي زیاته کړه محصلانو ته د تدریس په برخه کې د مسؤلیت احساس کولای شي د هغوی ذهن او افکارو ته په ښه ډول وده ورکړي څو په راتلونکي کې هغوی هم د نورو نسلونو د روزنې لپاره په اخلاص او د مسؤلیت احساس په لرلو سره خپله دنده ترسره کړي. 

د سیمینار په دوام مفتي لطف الله صاحب د جهاد فضایل او اهمیت ، د مسلمانانو د کمزورتیا اسباب ، یووالي او اتفاق او د تعصب زیانونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: جهاد الهي امر دی، د هېواد آزادۍ او خلکو د عزت او اسلامي عقیدې د ساتنې لپاره پر هر مسلمان فرض دید جهاد په برکت سره زموږ په هېواد کې امنیت، سوکالي او آبادي رامنځته شوې ده، د هر چا حقوق خوندي دي. نومړي زیاته کړه؛ په یو والي، اتحاد او له قومي او ژبني توپیر پرته کولای شو خپل هېواد پر ځان بسیا کړو او د ټولنې د حقونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاهر هڅې وکړو.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو، کارمندانو او محصلانو لپاره د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري دا ډول پروګرامونه ترسره شوي وو چې د هيواد لویو علمای کرامو لخوا پکې مهم دیني موضوعات وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS