د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» اړودند نرسنګ پوهنځي یو شمېر محصلانو د عملې کچې لوړوالي، له کاري چاپېریال، طبي تجهیزاتو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو سره د بلدتیا په موخه د پولیسو ۳۰۰ بستریز تخصصي او ملي روغتون څخه لیدنه وکړه. 

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۰:۱۶
تعدادی از محصلان پوهنځی نرسنگ پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن سینا» به هدف ارتقای دانش عملی و آشنایی بیشتر با محیط کاری، تجهیزات طبی و روند ارائه خدمات صحی، از شفاخانه تخصصی و ملی ۳۰۰ بستر پولیس بازدید علمی کردند.

دغه لیدنه چې د کابل طبي علومو پوهنتون او یاد روغتون د ادارې په همغږۍ ترسره شوه؛ محصلانو ته یې دا زمینه برابره کړه تر څو د روغتون له بېلابېلو برخو لکه د جراحي خونې، د ځانګړې څارنې برخې، لابراتوارونو او پرمختللیو طبي وسایلو او تجهیزاتو سره بلدتیا ترلاسه کړي. همدارنګه د پوهنتون محصلان پدې وتوانېدل چې د روغتون له روغتیايي پرسونل سره بحث او خبرې وکړي او د هغوی د کاري تجربو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

په دغه کنفرانس کې وینا والو د رسول الله ﷺ  د سیرت، دعوت او رسالت پړاونو او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیغمبر ﷺ  په ژوند کې د رامنځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara...

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara او ورسره پلاوي سره؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د SIGN Fracture Care International نړیوال خیریه بنسټ پروګرامونه د غونډې په ترڅ کې پيل شول. دغه پروګرامونه د اورتو پيدي او ټروما جراحي متخصص او په افغانستنا کې د SIGN...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د SIGN Fracture Care International  نړیوال خیریه بنسټ پروګرامونه د غونډې په ترڅ کې پيل شول. دغه پروګرامونه د اورتو پيدي او ټروما. . .

BACK TO NEWS