د کابل ابوعلي این سینا طبي علومو پوهنتون په علي آباد تدریسي روغتون کې په لومړي ځل "د زنګون د مفصل بدلولو" عملیات په بریالیتوب ترسره شول

IT_Director
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۰:۴
عملیات

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې په لومړي ځل د یوې شپېته کلنې مېرمنې د مکمل زنګون د مفصل بدلولو عملیات ترسره شول. دې مېرمنې څه موده مخکې د خپل زنګون د بدلولو لپاره علي آباد تدریسي روغتون ته مراجعه کړې وه، چې د علي آباد تدریسي روغتون استاد ښاغلي پوهنیار ډاکتر سید فاروق په وسیله د معیاري وسایلو په مرسته یې عملیات په بریالیتوب ترسره شو.

ددې مېرمنې د چپې خوا زنګون دوه کاله مخکې د هندوستان هیواد په یوه روغتون کې تبدیل شوی و، څو ورځې مخکې د ښۍ پښې زنګون د مفصل تبدیلي یې د معیاري وسایلو په مرسته د علي آباد په تدریسي روغتون کې په بریالیتوب سره ترسره شو.

تر دې دمخه زموږ هیوادوال به د خپلو مفصلونو بدلولو لپاره هندوستان او پاکستان ته تلل او هلته به یې ډېر زیات مصرفونه کول؛ خو له نیکه مرغه اوسمهال د علي آباد تدریسي روغتون د دې وړتیا لري، چې په بریالیتوب سره دا ‌ډول عملیات ترسره کړي، ډاکتر جلال وایي چې د روانې میاشتې په لړ کې یې تر اوسه د مفصلونو د بدلولو دوه عملیاته په بریالیتوب ترسره کړي دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS