د کابل  طبي علومو پوهنتون رئیس د ۱۴۰۳ کال د مني سمسټر له ازموینو څخه څارنه وکړه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۸:۴۲
رئیس پوهنتون علوم طبی کابل از جریان امتحانات سمستر خزانی 1403 نظارت کرد

ډاکټر مفتي اسدالله نجات د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د ۱۴۰۳ کال د مني سمسټر ازموینې چې د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې له مهال‏وېش سره سم په شفاف ډول روانې دي؛ څارنه وکړه.  

نوموړي د بېلابېلو پوهنځيو د آزموینو له بهير د څارنې پر مهال محصلانو ته د شفافيت، صداقت او نظم په اړه ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د ازموینې د شفافیت په اړه استادانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د کابل  طبي علومو پوهنتون د مني سمسټر ازموينې د روان کال د قوس میاشتې پر ١٥ پيل شوې او يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۷
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري؛ د مسلکي او تخصصي زده کړو د کیفیت لوړوالي او پراختیا په برخه کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ، تخصص، فوق تخصص او فلوشیپ د نوېو تحصیلي برنامو رامنځته کېدل تایید شول.   

په دغه برنامو کې د نرسنګ پوهنځي د نرسنګ ماسټرۍ، په طب پوهنځي کې د نفرولوژي ، د جدي مراقبتونو او سرطاني ناروغیو فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه، په قابلګي پوهنځي کې د نیوناتولوژي او په طب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

په دغه کنفرانس کې وینا والو د رسول الله ﷺ  د سیرت، دعوت او رسالت پړاونو او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیغمبر ﷺ  په ژوند کې د رامنځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې. . .

BACK TO NEWS