د هېواد نامتو علمای کرامو لخوا د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي – علمي سیمینار، پر دیني مسایلو د لا ښه پوهېدو او بلدتیا په موخه د دغه پوهنتون رهبرۍ په ګډون جوړ شو.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۱۴
سیمینار سه روزه اصلاحی – علمی به هدف آگاهی‌ دینی و آشنایی بیشتر استادان و کارمندان اداری پوهنتون علوم طبی کابل و شفاخانه های تدریسی آن با مسائل دینی و علمی از دیدگاه علمای برجسته کشور با اشتراک هیئت رهبری این پوهنتون برگزار شد.

د سیمینار په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور مفتي اسدالله نجات ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ په علمي چاپېریال کې د دغه ډول سیمینارونو جوړېدو پر اغېزمنیتا، د اخلاص پر ارزښت، ريښتینولۍ او ښه نیت په اړه خبرې وکړې او په دغه اصولو یې ټينګار وکړ چې د تدریس، څېړنو او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په ټولو مراحلو کې باید دا اصول مراعات شي. 

د سیمینار په دوام کې د چارو ادارې رئیس شیخ مولوي انورالحق انور د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د سنتو پر پیروي او په اسلام کې د ښځو حقونو او مقام د اهمیت په اړه او د سترې محکمې د دارالفتاء مسلکي غړی شیخ سبحان الله فاروقي د اخلاص، نیت او تقوا، د ایمان تعریف او د ایمان څانګو د اهمیت په اړه خپل سیمینارونه وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده، یاد سیمینار درې ورځې دوام لري چې پکې استادانو او  کارمندانو ته د لا پوهې او بلدتیا په موخه د هېواد نامتو علماوو له لوري دیني مسایل وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS