د نشراتو کمېټه ترسره او د (اسلامي رسنیز، اخلاق او لارښوونې) کتاب مخ‏ کتنې ته وړاندې شو.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۲۰:۵۴
د نشراتو کمېټه ترسره او د (اسلامي رسنیز، اخلاق او لارښوونې) کتاب مخ‏ کتنې ته وړاندې شو.

شنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې پر ۲۵ مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ د نشراتو کمېټه ترسره شوه.  

په دغه ناسته کې د استادانو د علمي آثارو د ارزونې ترڅنګ فکري او معنوي ملکیتونو د حقونو کړنلارې په اړه چې د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت لخوا چمتو او ترتیب شوې وه، هر اړخیز بحث او کتنه وشوه، وروسته پرېکړه وشوه چې یاده کړنلاره د کمیټې غړو او نور اړونده سرچینو ته ولېږل شي.

همداراز په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او نشراتو برخې لارښوود کتاب چې د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د اسلام مبارک دین په رڼا کې د رسنیو او نشراتو کارمندانو ته د لارښونو، مسلکي تګلارې او طرزالعمل په موخه ترتیب او چاپ شوی دی، هم کرکتنې ته وړاندې شو؛ 

یاد اثر چې د (اسلامي رسنیز، اخلاق او لارښوونې) تر عنوان لاندې په ۵۰ مخونو کې ترتیب او ۵۰۰ ټوکه چاپ شوی دی د رسنیزو اخلاقو او ارزښتونو، ټولنې ته د ګټورې اطلاع رسونې، د چاپي، الکټرونیکي او ټولنیزو رسنیو اخلاق، د راپور ډولونه او اصول، د معلوماتو راټولولو او انځورګرۍ اصول او داسې نور موضوعات شامل دي، او په اړه یې د اسلام مبارک دین په رڼا کې تفصیلې لاروښوونې له بېلا بېلو منابعو څخه راوړل شوې او په اړه یې څېړنه شوې ده، څو د رسنیو کارمندان او مخاطبان د اطلاع او خبر رسولو پر مهال د اسلامي ژورنالیزم تګلارې په رڼا کې عمل وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS