د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب له علي اباد تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.
۱۴۴۳/۹/۷
۱۴۰۱/۱/۲۰
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب له علي اباد تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت له مالي او اداري معین سره د دغې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس مدیرجان کوټوال، د علي اباد روغتون رئیس ډاکټر عمادالدین معصوم، د علي اباد د نرسنګ امر ډاکټر حمیدالله محمدي ملتیا کوله.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د اعصابو جراحي، یورولوژي، بطني او داخله څانګو څخه د لیدنې پر مهال له ناروغانو سره وکتل، له هغوی څخه یې د خدماتو په اړه پوښتنې وکړې او د الله تعالی له دربار څخه یې ټولو ناروغانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
دغه راز مولوي حافظ محمد حامد حسیب د علي اباد روغتون له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال، د لابراتوار وسایل وکتل او ډاکټرانو ته یې وویل، چې د وسایلو په برخه کې خپلې اړتیاوې په نښه او ورسره شریکې یې کړي.
همدارنګه د علي اباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عمادالدین معصوم وویل، چې موږ د ناروغانو د درملو اړتیا زیاته برخه له روغتون څخه پوره کوو. نوموړي زیاته کړه چې علي اباد تدریسي روغتون د معایناتو او لابراتواري وسایلو له اړخه د پخوا په پرتله ډېر غني شوی او ډاکټران څلور ویشت ساعته د هېواد د ناروغانو په خدمت کې دي.
د یادولو وړ ده، چې د علي اباد تدریسي روغتون ډاکټران د پخوا په پرتله ښه او صادقانه کار کوي او خپلو خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کوي.