د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر له لوري په علي آباد تدریسي روغتون کې د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۵۰
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر له لوري په علي آباد تدریسي روغتون کې د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دغې ودانۍ ډبره په درې پوړونو کې د علي آباد تدریسي روغتون په انګړ کې د The House of Fragranceخیریه بنسټ له لوري د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له لوري د پوهنتون، علي آباد روغتون  او ياد بنسټ د مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.

په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د دې ودانۍ جوړېدل د خدمت په لار کې لوی ګام اېښودل دي، نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې داسې وطن‏ پاله خلک لرو چې ملت ته د خیر رسونې لپاره هڅه کوي. سرپرست وزير ددغې ودانۍ د جوړېدو له امله يې د یاد بنسټ له مالي ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه.

په همدې حال کې د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رئيس دوکتور مفتي اسد الله نجات د دغې پروژې له ټولو مسوولینو څخه چې په دې برخه کې یې هڅه او زیار ایستلی مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې یاده ودانۍ له یوې تهکوي سره په درې پوړونو کې په معیاري ډول په شپږو میاشتو کې بشپړېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS