د علي آباد تدریسي روغتون روغتیایي کارکونکیو ته د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو لخوا ۱۰ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۸:۵۰
د علي آباد تدریسي روغتون روغتیایي کارکونکیو ته د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو لخوا ۱۰ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د انستیزي، داخلې جراحي، نرسنګ او جدي څارنې(ICU) په برخو کې د روغتیایي کارکونکیو د ظرفیت لوړونې په موخه د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو  په همکارۍ روزنیز پروګرام پیل کړ چې ۱۰ ورځې به دوام ولري.
 
په دغه پروګرام کې به روغتیایي کارمندانو ته د لویو کولمو د سرطان جراحي، د مرۍکم اغېز جراحي، د D2  دیسکشن کم اغېز ګاسټرکتومي جراحي، د ازوفاګکتومي لپاره بېهوښي، له عملیات وروسته د ازوفاګکتومي ناروغانو جدي څارنې او مراقبتونو د مدیریت په اړه د کاناډا هېواد اووه تنه ډاکټرانو او متخصصانو له لوري روزنه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې موخه  تېره اوونۍ د روغتونونو ۵۰۰ روغتیایي کارکونکیو ته د دغه ډاکټرانو او متخصانو له لوري د هاضمې سیستم سرطانونو سپوزیم هم وړاندې شوی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۴
Background image

د دیني درسونو غوره کارمندانو ستاینه وشوه

د دعوت او ارشاد آمریت دیني درسونو په آزموینه کې د کابل طبي علومو پوهنتون اداري کارمندانو د ستاینې په مناسبت محفل د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په ګډون تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۸:۵۰
Background image

د علي آباد تدریسي روغتون روغتیایي کارکونکیو ته د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو لخوا ۱۰ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د انستیزي، داخلې جراحي، نرسنګ او جدي څارنې(ICU) په برخو کې د روغتیایي کارکونکیو د ظرفیت لوړونې په موخه د کاناډا هېواد ډاکټرانو او. . .

BACK TO NEWS