د ستوماتولوژي تدریسي روغتون OPG اکسرې ماشین بیا فعال شو

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۸:۳۷
د ستوماتولوژي تدریسي روغتون OPG اکسرې ماشین بیا فعال شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د طبي انجنیري ډيپارټمنټ د مسلکي تیم او استادانو لخوا د ستوماتولوژي تدریسي روغتون یوه پایه OPG اکسرې ماشین له اتو کلنو راهیسې له کاره لوېدلی و، ترمیم او بیا فعال شو.

د دغه ډيپارټمنټ استاد انجنیر فیصل عثماني وویل چې له یاد ماشین څخه د تخنیکي ستونزې او د خطا عکس ښودلو له امله ګټه نه اخیستل کېده چې اوس فعال او ګټه ترې اخیستل کېږي.  
 
 د عثماني په وینا د طبي انجنیري ډيپارټمنټ په پام کې لري چې په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د ډيجیټلي (C.R ) عکس اخیستلو سیستم هم په کار واچوي. 

د یادولو وړ ده چې د طبي انجنیري ډيپارټمنټ د پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو ډېری طبي وسایل او ماشینونه ترمیم او فعال کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

...

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د دغه پوهنتون د کوچني حوض ترميم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو (Cervical Disc Replacement) پېچلی او تخصصي عملیات په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ. . .

BACK TO NEWS