د ستراتیژیک پلان کمېټې غونډه تر سره کړه!

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۸:۵۵
د ستراتیژیک پلان کمېټې غونډه تر سره کړه!

نن دوشنبه د روان کال د لړم پر ٨مه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخیل په مشرۍ د ستراتیيژیک پلان کمېټې ناسته ترسره کړه.

 په دغه ناسته کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد عطاء الله  فیضي د ډيپارټمنټونو آمرینو او اړوندو تدریسي روغتونونو رئيسانو هم ګډون درلود، د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ستراتیژیک پلان د عملي کېدو پر څرنګوالي، لاسته راوړنو او په دغه برخه کې د ستونزو د حل لارو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

په پای کې د ګډونوالو له لوري خپلې طرحې او وړاندیزونه وړاندې شول او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS