د روان کال په اوږدو کې، د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړو لخوا شاوخوا ۵۰ علمي کنفرانسونه وړاندې شوي دي.
په دې موده کې، د کابل طبي علومو پوهنتون یو شمېر استادانو د خپلو علمي رتبو د لوړولو لپاره دا کنفرانسونه جوړ کړي او خپلې مقالې یې د لوړ پوړو استادانو او مسؤول پلاوي په حضور کې وړاندې کړې دي.