د دوو تنو ښځینه رضاکاره ټرېنيانو د جذب خبرتیا

IT_Director
اطلاعیه ثبت نام دو تن ترینی(رضاکار) اناث

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سترګو تدریسي روغتون د اړتیا پر اساس د سترګو ډيپارټمنټ لپاره دوه تنه ښځینه د تخصص ټرېني رضا کارانو ته اړتیا لري. نو له ټولو هغه مینوالو غوښتنه کېږي چې غواړي خپله د تخصص دوره د سترګو په برخه کې بشپړ کړي، د نوم لیکنې لپاره د یاد پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست ته مراجعه وکړي. آزموینه وروسته اخیستل کیږي. يادونه: د نوم لیکنې وخت د خبرتیا له خپرېدو لس ورځې وروسته پای ته رسیږي.
اړین اسناد:
•    د تذکرې کاپي
•    د طبي شورا د کامیابۍ نمرې کاپي
•    د لیسانس دورې د نمرو، ترانسکریپت او دیپلوم کاپي
د نوماند شرایط:
•    د افغانستان تابعیت ولري
•    عمر يې له ۳۵ کلونو ټيټ وي
•    یوازې ښځینه وي
د نوم لیکنې ځای:
•    د طبي زده کړو پراختیا ریاست
•    د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره مهرباني وکړئ له دې شمېرې سره اړیکه ونیسئ 0202511591 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون تدریسي روغتونونو د ۷۳ مسلکي بستونو آزموینې د وروستۍ پایلې خبرتیا!

د پایلو د کتلو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ

: https://t.me/kums_nasharaat_pr/531

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۱۶
Background image

Back to announcements