د درسونو د پیل خبرتیا :
د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې له مخې د کابل طبي علومو پوهنتون ټولو محترمو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل د طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۰ کال درسي بهیر د روان کال د کب میاشتې په اوومه نېټه پیل کیږي.
په همدې اساس له ټولو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو څخه هیله کیږي چې خپلو دندو او درسونه ته حاضر شي.
په درنښت