د تخنیکي قرارداد (NTA) ۷ بستونو اعلان!
Publish Date
Closing Date
د ا.ا.ا لوړو موخو ته د رسېدو او اهل ته د کار سپارلو لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» د کارکوونکو چارو آمریت د دغه پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د تخنیکي قرارداد (NTA) ۷ بستونه د ۱۰ کاري ورځو لپاره د ۱۴۴۸/۲/۱۰- ۱۴۰۵/۵/۳ نېټې تر ۱۴۴۸/۲/۲۰- ۱۴۰۵/۵/۱۳ نېټې پورې د جدول مطابق د آزادو سیالیو له لارې اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر اشخاص کولای شي چې غوښتنپاڼې د دغه پوهنتون له کارکوونکو چارو آمریت څخه په حضوري ډول او یا هم په آنلاین ډول د لوړو زده کړو محترم وزارت او یا د کابل طبي علومو پوهنتون له وېب سایټونو څخه ترلاسه او په دقیق ډول له ډکولو وروسته یې په حضوري ډول د کارکوونکو چارو آمریت ته تسلیم کړي.
د بستونو د جدول او د غوښتنلیک فورم لینک: https://t.me/kums_nasharaat_pr/1271