د تخصصی برنامه گانی
د عامې روغتیا پوهنځي د ماسترۍ پروګرام
د کابل طبي علومو پوهنتون له موجوده وړتیاوو او ظرفیتونو په کار اخیستلو سره د لوړو زدهکړو وزارت د ماسترۍ لایحې مطابق په یاد پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام د رامنځته کولو هڅې شروع کړې. د عامې روغتیا برخې د ماسترۍ پروګرام په لومړي ځل د ۱۳۹۲ لمریز کال د زمري (اسد) میاشتې په ۲۷مه نېټه رسماً د هغه وخت لوړو زدهکړو وزارت وزیر قانونپوه سرور دانش په وسیله د کابل طبي علومو پوهنتون کې د نړۍ د صحي سازمان په همکارۍ پرانیستل شوه.
د عامې روغتیا پوهنځي د ماسترۍ برخې تدریسي بهیر د پوهنتون او پوهنځي په کچه د ماسترۍ د کمیټې تر نظر لاندې ده. د عامې روغتیا پوهنځي د ماسترۍ درسونه د لوړو زدهکړو وزارت د ماسترۍ پروګرام د لایحې مطابق، له رسمي وقت وروسته تدریسېږي. د دې برخې مینه وال د ماسترۍ برخې فورم تر ډکولو او اړوندو معیارونو تر پوره کولو وروسته د شمولیت آزموینه ورکوي، څوک چې په لوړو نمرو سره بریالي کېږي هغوی د ماسترۍ په پروګرام کې شاملېږي. همدارنګه د عامې روغتیا پوهنځي د ماسترۍ درسونو په لړ کې په (Guest Lecturer) بڼه له متخصصینو غوښتل کېږي چې محصلینو ته لکچر ارایه کړي.
د (assignment) سیستم په وسیله د محصلینو ارزونه د درسونو په لړ کې د اړوندو استادانو په وسیله محصلینو ته ورکول کېږي او د درسونو بهیر په دوامداره توګه د طبي علومو پوهنتون د ماسترۍ کمیټې په وسیله ارزول کېږي.
د فوق لیسانس برخې آمر او د عامې روغتیا پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام د پرمخ وړلو مسئول د طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي استاد ښاغلی پوهنوال ډاکتر محمد انور ادریس دی، چې د ماسترۍ تر کچې زدهکړې یې کړي دي.
د تخصص د اکمال پروګرام آمریت
دا پروګرام چې کابو ۴۵ کاله دمخه د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې رامنځته شو، چې هغه مهال دا پوهنځی د کابل طب پوهنځي تر قیمومیت لاندې و. اوسمهال دا پروګرام د طبي زدهکړو د ودې تر ریاست لاندې فعالیت کوي، چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د طب او ستوماتولوژۍ برخې محصلین د یوې اختصاصي آزموینې تر اخیستلو وروسته د یاد پوهنتون په تدریسي روغتونونو کې په بېلابېلو دسپیلنونو کې جذبوي، چې د دې پروګرام شاملین له درې تر پینځه کلونو پورې په عملي او نظري ډول د استادانو تر نظر لاندې زدهکړې کوي.