خبرتیا!
د علي آباد تدریسي روغتون د نرسنګ بستونو د آزموینې خبرتیا چې مخکې د کابل طبي علومو پوهنتون د ویب سایټ او ټولنیزو رسنیو له لارې ټولو نوماندانو ته رسېدلې وه، یو ځل بیا قدرمنو کاندیدانو ته رسول کېږي، تر څو د آزموینې د ورځې له مهمو مواردو څخه خبر شي.
1. خپله اصلي تذکره له ځان سره ولرئ.
2. د آزموینې پر مهال د ځيرک موبایل له راوړلو څخه په کلکه ډډه وکړئ.
3. د شارت لېست په جدول کې هر نوماند د یو مشخص نمبر (د بست مسلسله شمېره) ده، هرومرو یې په یاد ولرئ، د لاندې جدول په آبي رنګ نښه شوې برخه د بست مسلسله شمېره) په ټاکل شویو صنفونو کې د کاندیدانو د تنظیم لپاره ده.
نوټ: د علي آباد تدریسي روغتون د نرسنګ بستونو د ښځينه نوماندانو آزموینه د ښځينه وو تعمیر کې د ۱۷/۹/۱۴۰۲ نېټه د جمعې ورځ سهار 8:30 او د نارینه نوماندانو آزموینه له غرمې وروسته 1:00 بجه د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» په اصلي تعمیر کې اخیستل کېږي.
وخت:
نارینه ماسپښین 1:00 بجې
ښځینه سهار 8:30 بجې
ځای:
نارینه د کابل طبي علومو پوهنتون تعمیر
ښځینه د کابل طبي علومو پوهنتون د ښځینه تعمیر
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اړیکو شمېره: 0202501670