جدید الشمولو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۵:۲۵
جدید الشمولو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه.

هغه مراسم چې په همدې موخه د روان ١٤٠١ هـ ش کال د غبرګولي یا جوزا میاشتې په پنځمه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د کابل طبي علومو پوهنتون د رییس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، علمي مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخېل، د مالي او اداري چارو مرستیال انجنیر عظیم الله کامران آخندزاده، سربېره استادانو، محصلانو او کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د اجندا سره سم د نشراتو او اړیکو د آمر صبغت الله سجاد له لوري نویو محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا د رهبرۍ او اړونده رییسانو د پېژندنې په موخه لنډ معلومات وړاندې شول.

ورپسې د یاد پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر فضل الرحمن رحماني محصلانو ته خپله وینا واوروله او دوی یې خپلو درسونو ته تشویق او وهڅول، ښاغلي رحماني وویل : د افغانستان اسلامي امارت او د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي، چې د هېواد د ځان بساینې لپاره د روغتیا په برخه کې اسلامي ارزښتونو ته ژمن، ورزیده او متخصص ډاکټران ټولنې ته وړاندې کړي.

همداراز د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي امرخېل د کابل طبي علومو پوهنتون د تاسيس او تاريخ په اړه چې په ١٣١١ کال کې د محمد نادرشاه په وخت کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه خبرې او معلومات وړانډې کړل.

د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده بیا په خپل نوبت سره نويو محصلانو ته د بریا د مبارکۍ سربیره دوی ته د زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې د ښه نیت درلودلو سپارښتنې وکړې او ویې ویل: هر کار کې باید د الله تعالی رضا په نظر کې ونیول شي.

ښاغلي کامران اخندزاده په خپلو خبرو کې زیاته کړه: نن په دې شرایطو کې چې تاسو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده، راځئ چې د الله تعالی د دې ستر نعمت شکر ادا کړو او خپل نیت پاک کړو او زموږ هدف او خدمت باید د خدای ﷻ د رضا او هیواد لپاره وي.

هغه زیاته کړه: افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی او د یوه سوکاله هېواد د جوړولو لپاره باید شپه او ورځ کار وکړو څو یو پرمختللی هیواد ولرو.

په یادو مراسمو کې د معالجوي طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر هدایت الله حیات محصلانو ته د تحصیلي نصاب، د کریډیټ سیسټم، د لیسانس دورې او د آزموینې د سیستم په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د محصلانو چارو د انسجام آمر ښاغلي عطاءالله کامران د محصلانو د تګلارې او قانون طرحه تشریح کړه او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د زده کړو د کیفیت او ظرفیت لوړولو لپاره هڅه کوي، نوموړي د محصلینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د سمینارونو، کورسونو او عملي کارونو د ترسره کولو ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د راپور له مخې دغه روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې توانېدلی چې ۳۷ زره او ۶۰۹ تنه ناروغانو  ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. 

یاد عواید د سراپا (OPD)، داخلې، لویو او وړو جراحي عملیاتونو، تشخیصیه معایناتو او داخل بستر خدماتو له برخو څخه راټول شوي دي. 

د یادولو وړ ده چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۹:۳۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدريسي روغتون د راپور له مخې دغه روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې د ۱۱ زره او ۱۱۵ تنه ناروغانو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه خدمات د داخلې، اورتودنسي، پروستو دنتکس، اورل ميډیسن، امپلنټ، لابراتواري او تشخیصیه معایناتو، د ماشومانو ستوماتولوژي، پریودنتولوژي، صغیره او کبیره جراحي عملیاتونو په برخو کې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په Whipple روش سره د ننګرهار ولایت اوسېدونکي یو ۴۵ کلن ناروغ د پانکراس پرمختللی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

د دغه ډيپارټمنټ غړي پوهنیار احمد عمر امیري په وینا، ناروغ د بدن ژېړوالي، پوستکي خارښت او لړزې له امله د روغتون عاجلې څانګې ته مراجعه کړې وه چې له بشپړ تشخیصیه معایناتو وروسته د صفراوي. . .

BACK TO NEWS