د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
برگزاری جلسه ارتقای آمریت آنکالوژی به ریاست 

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع مرکز اړوند د انکولوژۍ ډيپارټمنټ آمریت ریاست ته د ارتقا په موخه  غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د علي‌آباد تدريسي روغتون د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د اغېزمنو فعالیتونو یادونه وکړه او په دغه روغتون کې یې د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز جوړول د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یو مهم او حیاتي ګام وباله. نوموړي زیاته کړه، چې د آنکولوژي ډيپارټمنټ آمریت د سرطاني ناروغیو جامع مرکز ریاست ته په ارتقا سره به د ډېرو خلکو لپاره د سرطاني ناروغیو د درملنې زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو جامع مرکز د ودانۍ د جوړولو پروژه هم د بشپړېدو په حال کې ده او ژر به پرانېستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۲
Background image

له نسايي ولادي تدریسي روغتون څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم د خپل نظارتي بهیر په لړ کې د نسايي ولادي تدریسي روغتون د اداري چارو او روغتیايي خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند نسایي ولادي تدریسي روغتون د راپور پر اساس، د ۱۴۰۴ کال په جریان کې په دغه روغتون کې ۲۰۰۰ جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه جراحي عملیاتونو کې د نسایي ولادي بېلابېلې برخې شاملې دي چې د شته امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو د هڅو له امله په منظم او بریالي ډول ترسره شوي دي.

د. . .

BACK TO NEWS