په کلینيکي تشخیص کې د (Cyber patient) مؤثریت په نامه د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او د کانادا هیواد د بریتش کولمبیایي پوهنتون تر منځ د ګډو کلینیکي څېړنو لومړنۍ پروژه

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۳۰
اولین پروژه تحقیقات

دا پروګرام د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ابو علي ابن سینا په طبي علومو پوهنتون کې دایر شو، چې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، علمي معاون پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل، په افغانستان کې د دې پروګرام تنظیموونکي ښاغلي ډاکتر عصمت الله نایب خېل، د علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي دیپارتمنت استاد ښاغلي پوهنیار ډاکتر عمران عمر او د یاد پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په دې پروګرام کې ګډون کړی و.

دا پروګرام د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د پوهنتون رئیس پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د دې پروګرام د پیل په اساس محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: "د طبي علومو پوهنتون ریاست تل هڅه کوي، چې د دې پوهنتون محصلینو لپاره د نړیوالو معیارونو په اساس د علمي او نظري زده‌کړو زمینه مساعده کړي. همدا رنګه ښاغلي مومند د لوړو زده‌کړو په برخه کې څېړنه د محصلینو لپاره ډېره اړینه وبلله.

بیا د دې پوهنتون علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل په طبي علومو پوهنتون کې د دې پروګرام پیلېدل ډېر د خوښۍ خبر وباله او د دې پروګرام د پیلېدو موخه یې د محصلینو په کلینیکي برخه کې د علمي او نظري کارونو تقویه او وده وبلله. بیا د دې پروګرام تنظیموونکي ښاغلي عصمت الله نایب خېل محصلینو ته د (Cyber patient) پروګرام د اجرا کولو په اړه معلومات ورکړل او دا اقدام یې د کابل طبي علومو پوهنتون او د کانادا پوهنتون ترمنځ د همکاریو پیل وباله.

دغه راز په دې پروګرام کې د علي آباد تدریسي روغتون استاد ښاغلي پوهاند ډاکتر عصمت الله سجاد او د دې پوهنتون د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار شفیع الله روغمل هم د دې پوهنتون د محصلینو د کلینکي کارونو په برخه کې  د (Cyber patient) د اهمیت او مؤثریت په اړه خبرې وکړې.

په پای کې هم محصلینو او استادانو د ټاکل شوي پروګرام په اساس خپلو کارونو او دندو ته رسیدګي وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۸
Background image

په یوه نادره طبي پېښه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د زړه، سینې او رګونو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د زړه تومور (atrial myxoma) لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره کړ.  

د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ په وینا ناروغ ۵۵ کاله عمر لري چې د تنفسي ستونزو، کمزورتیا او له څه میاشتو راهیسې پښو د پړسوب له امله دغه انسټېټیوت ته مراجعه کړې وه له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی دیني - علمي سیمینار په بریالی ډول پای ته ورسېد.

د دغه سیمینار درېیمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند شیخ الحدیث ظهور الله صاحب د مسؤلیت احساس، امانت دارۍ، د خیانت غندنې، د استاد مقام او د محصلینو او نظام بر وړاندې د هغه مسؤلیتونو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري هیئت، دیني علماء کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شو.

د سیمینار په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې دغه ډول ناستې د اسلام ستر پیغمبر (ص) میراث و باله او ویې ویل چې د دنیا او آخرت. . .

BACK TO NEWS