په تدریسي روغتونونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او له ناروغانو سره د نېک چلند په اړه د عامه پوهاوي پروګرام بهیر پای ته ورسېد

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۸:۴۳
روند برنامه‌های آگاهی دهی مبارزه علیه فساد اداری و برخورد نیک با بیماران در شفاخانه ها، به پایان رسید

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او ورسره مل پلاوي په ګډون له اداري فساد سره د مبارزې، د مسوولینو له لوري د مراجعینو او ناروغانو سره ښه چلند، روغتونونو د چاپېریال پاکوالي او نظافت ته پاملرنه، په ښه ډول د مسوولیتونو تر سره کولو او حاضرۍ پابندۍ په اړه د عامه پوهاوي پروګرام  چې له څو ورځو را هیسې یې په روغتونونو کې دوام درلود پای ته ورسېد. 


د عامه پوهاوي په دغه ناسته کې مالي او اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ صاحب مولوي ندا محمد ندیم صاحب هدایتونه د روغتونونو ټولو مسوولینو او کارمندانو ته وړاندې کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي او له مراجعینو او ناروغانو سره د ښه سلوک او غوره اخلاقو کار واخلي او روغتونونو پاکوالي او نظافت ته پاملرنه وکړي او همدارنګه د هغه خلکو چې درملنې ته اړتیا لري؛ ښه روغتیایي خدمات وړاندې کړي. 

له بلې خو د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي حبیب الله حماد هم د قران کریم او نبوي لارښوونو په رڼا کې ګډونوالو ته د ناروغانو د درملنې او خدمت کولو د مسوولیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او هغوی یې تقوا، ښه نیت، نېکۍ ته د را بلنې او له بدو چارو څخه د منع کولو په برخه کې وهڅول.

د علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي ډيپارټمنټ شف پوهاند دوکتور عصمت الله سجاد د عامه پوهاوي په دغه غونډه کې د ډاکټرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د دغه ډول پروګرامونو جوړول یې مهم وګڼل او ډاډ یې ورکړ چې د یادو شویو ټکو په عملي کولو کې به اقدامات تر سره کړي.  

د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي تر څو د روغتونونو د روغتیایي او اداري چارو د ښه والي لپاره د عامه پوهاوي ډا ډول پروګرامونه زیات کړي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۳۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او څېړونکو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د پروپوزل لیکنې، څېړنو لارو چارو، او څېړنیز راپور لیکلو روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په دغه ورکشاپ کې به چې د اته ورځو لپاره دوام لري د علمي څېړنو لارو چارو او څيړنیز راپور لیکنې معیاري لارو چارو اړوند مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شي.

د یادولو وړ ده چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند د علي‌آباد تدريسي روغتون نرسانو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړولو په موخه شپږ ورځنی روزنيز سمينار، د دغه روغتون د رهبرۍ او پوهنتون استادانو په حضور سره په رسمي ډول پيل شو.

ياد سمينار د نرسانو روزنيزو اړتياوو په پام کې نيولو سره تنظيم شوی او د روغتيا اړوند اړین او عملي موضوعات لکه د عفونت کنټرول (IP)، د زړه او سږو بيا راژوندي کول (ACLS)، د درملو او خوړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۸
Background image

په یوه نادره طبي پېښه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د زړه، سینې او رګونو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د زړه تومور (atrial myxoma) لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره کړ.  

د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ په وینا ناروغ ۵۵ کاله عمر لري چې د تنفسي ستونزو، کمزورتیا او له څه میاشتو راهیسې پښو د پړسوب له امله دغه انسټېټیوت ته مراجعه کړې وه له. . .

BACK TO NEWS