د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرانکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.
د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسوولین وایي چې د دغه ډول معنوي پروګرامونو جوړېدل د کارمندانو د اخلاقي او او معنوي ودې په برخه کې مهمه ونډه لري.
د ياد پروګرام موخه د قرآني مفاهیمو ژور درک، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا او د روژې مبارکې میاشتې سره سم د دیني پوهاوي پراختیا ده.
د یادولو وړه ده چې دغه پروګرام به د روژې تر پایه هره ورځ په منظم ډول دوام ولري چې د قرانکریم د څو آیتونو ترجمه او تفسیر به پکې وړاندې کېږي.
