د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۲۷
در ادامه تلاش‌های رهبری پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» برای تقویت امکانات تشخیصی شفاخانه‌های تدریسی

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ په همغږۍ د وینې د الکترولایتونو د سنجش یوه دستګاه (Electrolyte Care Well Machine) د ۲۹۷ زره افغانیو په ارزښت د میوند تدریسي روغتون لابراتوار ته تهیه او وسپارل شوه.

دغه دستګاه د وینې د الکترولایتونو په دقیق سنجش سره د ناروغیو په چټک تشخیص او دخدمتونو په غوره وړاندې کولو کې مهم رول لري، او د یاد روغتون د لابراتواري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي په ډيپارټمنټ کې د ورمېږ تیر ماتوالي د درملنې یو تخصصي بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو په وینا ناروغ چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی او په یوه ترافیکي پېښه کې یې د ورمېږ تیر برخه زیانمنه شوې وه، روغتون ته له انتقال او تشخیصي ارزونې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۲:۳
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۵۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» اړوند د علمي څېړنو معاونیت، د دې پوهنتون د طبي علومو څانګو استادانو، تدریسي روغتونونو او د خصوصي پوهنتونونو د استادانو د علمي او څېړنیز ظرفیت‌لوړوني په موخه د څېړنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل کړه.

د دې لړۍ لومړی پړاو چې څلور ورځې به دوام وکړي، د کابل طبي علومو پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د یو شمېر استادانو په ګډون ترسره شو.

د دې ورکشاپ په لومړي پړاو کې د «پروپوزل لیکنې» موضوع د. . .

BACK TO NEWS