د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت خبرتیا د صحت عامی د ماستری برنامی د نوی پړاو نوم لیکنی په اړه!

IT_Director
اطلاعیه آمریت برنامه‌های فوق لیسانس پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن‌سینا در مورد ثبت نام دور جدید برنامه ماستری صحت عامه

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت په پام کی لری چی په ۱۳۹۹ لمریز کال کی د صحت عامی د ماستری برنامی لپاره زده کړیالان و منی. پر معیارونو برابر کسان کولای شی چی د نوم لیکنی لپاره د ۱۳۹۹ کال د وږی (سنبله) له لومړی نیټی څخه تر ۲۰ می نیټی پوری د طبی تحصیلاتو د انکشاف ریاست ته مراجعه وکړی، د نوم لیکنی فورمه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کی ترلاسه او وروسته له ډکولو څخه د ضرورت وړ اسنادو له کاپی سره یوځای، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږی میاشتی تر ۲۰ می نیټی پوری یاد ریاست ته وسپاری.

 

له محترمو مراجعینو څخه هیله کیږی چی راتګ په وخت کی لاندی ټکی په پام کی ونیسی:

  1. له ماسک څخه استفاده؛
  2. د ټولنیز (۲ متره) واټن پلی کول؛
  3. د نوم لیکنی په ځای کی د ګڼی کوڼی څخه ځان ساتنه.

 

د ګډون معیارونه:

  • ګډونوال باید د طب، ستوماتولوژی، صحت عامه، نرسنګ، قابلګی، متممه روغتیایی علوم ( طبی ټکنالوژی، انستیزی) او یا هم د فارمسی پوهنځی څخه فارغ شوی وی؛
  • د طب او ستوماتولوژی پوهنځیو فارغین د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو باید چی په دولتی آزموینه (Exit Exam) کی بریالی شوی وی ( د سند درلودل ضروری دی).

د ضرورت وړ اسناد:

  • د دیپلوم او د نمرو ترانسکرپت در لودل چی د لوړو زده کړو وزارت له خوا تاید شوی وی ( اصل او رنګه کاپی یی)؛
  • د لیسانس په دوره کی لږترلږه د ۶۵ سلنه نمرو درلودل؛
  • د تابعیت تذکری کاپی؛
  • ۳X۴ دوه قطعی عکسونه.

یادونه:

  • (۲۵۰۰) افغانی د لومړی ځل ګډون لپاره؛
  • د هر سمستر فیس (۴۰۰۰۰) څلویښت زره افغانی دی؛
  • د آزموینی ورځ او ځای د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون او د آزموینو د ملی اداری د ټولنیزو پاڼو(فیسبوک او ویب سایټ ) له لاری وروسته اعلان کیږی.