د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د تخصص د اکمال په برنامه کی د هغو اشخاصو لپاره چی په مخکی کلونو کی یی د طبی شورا آزموینه نه وی ورکړی او عمر یی د 35 کلونو څخه زیات نه وی د شمولیت خبرتیا!

IT_Director
د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د تخصص د اکمال په برنامه کی د هغو اشخاصو لپاره چی په مخکی کلونو کی یی د طبی شورا آزموینه نه وی ورکړی او عمر یی د 35 کلونو څخه زیات نه وی د شمولیت خبرتیا!

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د هیواد د روغتیایی سیسټم د پراختیا او پرمختګ او د تجربه لرونکو او متخصصو ‌ډاکټرانو د روزلو په موخه په نظر کی لری چی په ۱۴۰۰ لمریز کال کی ۵۰ تنه ډاکټران د آزموینی له بریالی تیریدنی وروسته د کادری روغتونونو د تخصص د اکمال په برنامه کی د جراحی په دغو دیسپلونونو کی ( عمومی جراحی، یورولوژی، د اعصابو جراحی، اورتوپیدی، د غوږ او ستونی، د ماشمانو جراحی، پلاسټیکی جراحی، نسایی ولادی او د قلبی وعایی امراضو جراحی)؛ داخله ( عمومی داخله، د ماشمانو داخله، عقلی او عصبی، پوستکی او د زړه داخله) او ستوماتولوژی ( داخله او جراحی) په څانګو کی جذب کړی.

درانه غوښتونکی چی په مخکی کلونو کی یی د طبی شورا په آزموینه کی ګډون نه وی کړی او عمر یی د 35 کلونو څخه زیات نه وی کولای شی چی د نوم لیکنی او د فورمی د ترلاسه کولو لپاره لپاره دغه پوهنتون ته مراجعه وکړی.

نوټ: لاندی دیسپلونونه، رفرنسونه، او مضمونونه در سره شریک شوی دی.

د آزموینی د اخیستلو نیټه د همدی فیسبوک پاڼی او د آزموینو د ملی اداری له فیسبوک پاڼو څخه وروسته نشر کیږی.