د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د لا پیاوړتیا لپاره هوډ او عملي هڅې!

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۳۳
د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د لا پیاوړتیا لپاره هوډ او عملي هڅې!

د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت سرپرست مرستیال او ورسره پلاوي د دغه پوهنتون له اړونده پوهنځیو او طبي زده کړو پراختیا ریاست څخه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د کارونو او دې برخه کې د لا پرمختګ په موخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د یاد معاونیت سرپرست مرستیال پوهنوال دوکتور محمد ولي عطایي د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو د طب، ستوماتولوژي، نرسنګ، علوم متمم صحي او عامې روغتیا پوهنځیو له اداري، تحقیقي او تدریسي چارو څخه د ظرفیت لوړونې، ستونزو د حل او لا ښې همغږۍ رامنځته کېدو په موخه لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه او ارزونه کې د اداري کار کوونکو نظرونه اوستونزې واورېدلې شوې، او د حل ډاډ یې ورکړل شو؛ 

همداراز د څېړنیزو مسایلو او علمي څېړنو په برخه کې د موجوده ستونزو د له منځه وړلو لپاره د لازمو اقداماتو په اړه اړونده مسؤلینو  ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د طب پوهنځي ۸۳ تنه محصلانو د فراغت غونډه د لوړ پوړو چارواکو په حضور تر سره شوه 

نن سه شنبه د روان کال د ثور میاشتې پر ۲۵ د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د نظري دورې فراغت غونډه د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې تر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳
Background image

د بغلان ولایت سیلاب ځپلو سیمو ته یو مجهز روغتیایي پلاوی ولېږل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په ځانګړې لارښوونه  او د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات تر  مشرۍ لاندې شمالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د لا پیاوړتیا لپاره هوډ او عملي هڅې!

د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت سرپرست مرستیال او ورسره پلاوي د دغه پوهنتون له اړونده پوهنځیو او طبي زده کړو پراختیا ریاست څخه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د. . .

BACK TO NEWS