د لوړو زده کړو وزارت د لزروم دید پر اساس، ډاکټر مسعود احمد احمدي د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون د رئیس په توګه معرفي او په رسمي توګه یې کار پیل کړ.
د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه د مخيکيني رئيس د هڅو ستاینه وکړه او نوي رئيس ډاکټر احمدي ته يې د ښه خدمت کولو او بریالیتوب هیله وکړه او له نوموړي یې وغوښتل چې د تخصصي او روغتیایی برخو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
نوي رئيس ډاکټر احمدي له مسولینو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د روغتون په چارو کې به د مثبت بدلونونو لپاره په صداقت او اخلاص سره کار وکړي.