د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د کادري روغتونونو اړوند د نوې تفاهم نامې پر لاسلیک بحث او خبرې وکړې.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۸:۲۰
سرپرست وزارت تحصیلات عالی در نشستی با نماینده خاص کمیته جهانی صلیب سرخ برای افغانستان، روی چگونگی امضای تفاهم‌نامه جدید در ارتباط با شفاخانه‌های کادری، بحث و گفتگو نمود.

۲۲/۰۹/۱۴۴۳

۴/۰۲/۱۴۰۱دغه ناسته چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، په کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمان رحماني، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي ریټو شټاکر او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي ریټو شټاکر د لوړو زده کړو وزارت له پوره همکارۍ مننه وکړه او د ګډې همکارۍ پر دوام او شفافیت ته په پوره پاملرنې یې ټینګار وکړ.

دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت او سره صلیب ترمنځ تېره تفاهم نامه په ډېرې چټکۍ سره لاسلیک شوې وه، ترڅو روغتونونه له سقوط څخه وژغورل شي او اوس اړتیا ده چې نوې تفاهم نامه لاسلیک او زموږ خدمات دوامدراه شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د نوې تفاهم نامې په برابرولو د خوښۍ ، شفافیت رامنځته کولو او د ګډې همکارۍ د دوامداره ساتلو ترڅنګ وویل، "نوې تفاهم نامه دې د لوړو زده کړو وزارت او سره صلیب کمیټو په همغږۍ برابره، پراخه او د درملو د کیفیت په نظر کې نیولو سره سره دې لا مؤثر خدمات هېواد والو ته وړاندي شي."

سرپرست وزیر دغه راز د سره صلیب له مسؤلینو وغوښتل چې د کادري روغتونونو په تقویت، خودکفاء ، باکیفیته او د روغتیاپالانو ظرفیت لوړونې برخو کې هم همکاري وکړي، چې د سره صلیب مسؤلینو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان له سویس هېواد څخه د راغلیو روغتیايي متخصصینو له ټیم سره په کتنه کې په طبي او د روغتیا زده کړو په برخه کې یې د دوی له خدماتو ستاینه وکړه. په دې غونډه کې، چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال

د کابل  طبي علومو پوهنتون رئیس د سویسي ډاکټرانو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د دغه پوهنتون له تدریسي روغتونونو سره د دوی د لیدنو او مرستو د دوام پر ارزښت ټینګار وکړ او د دې ټیم شتون یې اړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۲۴
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه پوهنتون رهبري هیئت له غړیو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغه ناسته کې د پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د لیدلوري،. . .

BACK TO NEWS