احساس او همکاري

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته وشوه.

دغه وسیله، چې د تحت‌جلدي څارونکي (Subcutaneous Monitor) او د وینې د اکسیجن د کچې د اندازه کولو آلې، یعنې Pulse Oximeter څخه جوړه شوې ده، د ناروغانو د اکسیجن د کچې او د تنفسي حالت د دوامدارې څارنې اسانتیا برابروي، بې له دې چې د وینې پرله‌پسې نمونې اخیستلو ته اړتیا وي. دغه سیستم د تنفسي ستونزو په پر وخت تشخیص کې اغېزناک تمامېږي.

د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه نېک اقدام څخه په مننې سره وايې چې دا هېواد د ټولو ګډ کور دی او هر فرد د هغه د ودانولو او خدمت مسوولیت لري، نوموړې زياته کړه چې دا مرسته د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړوالي په برخه کې د کارمندانو د ژمنتیا او مسوولیت منلو حس يوه بېلګه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال رهبري شورا لومړۍ ناسته د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د ۱۴۰۴ کال فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته رواړنو ته اشاره وکړه او د پوهنتون او روغتونونو د مسولینو او کارمندانو له ريښتینو هڅو او زیار څخه چې خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع. . .

BACK TO NEWS