کابل طبي علومو پوهنتون د کنړ ولایت زلزلې زخمیانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه فوق العاده ۳۰ کسیز ټیم ولېږلو.

IT_Director
Tue, Sep 02 2025 8:52 AM
کابل طبي علومو پوهنتون د کنړ ولایت زلزلې زخمیانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه فوق العاده ۳۰ کسیز ټیم ولېږلو.

 کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" رهبري د هېواد په ختیځ کنړ ولایت کې د زلزلې له وجهې د اوښتیو مالي او ځاني زیانونو له امله ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د کنړ ولایت له خلکو سره خپل تسلیت او خواخوږۍ شریکوي.

د لوړو زده کړو وزارت په هدایت دغه پوهنتون د کنړ ولایت له خلکو سره د مرستي، خواخوږۍ، له زخمیانو او زیانمونو سره د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه یو ۳۰ کسیز ټیم چې پکې د دغه پوهنتون اړوند علي آباد او پنځه تدریسي روغتونونو استادان، متخصص ډاکتران شامل دي، جوړ کړی چې ډېر ژر به کنړ ولایت ته ورسېږي.

د پوهنتون رهبري په ملي مسایلو کې د ټولو هېوادولو د ونډې اخیستلو غوښتنه لري او له ټولو هېوادوالو هیله لري څو د خپل توان تر اندازې د یوې اسلامي او ملي وجیبې په توګه د کنړ له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري ټولو شهیدانو ته جنت فرودس، زخمیانو ته عاجله شفا او پاتې کسانو ته صبر جمیل غواړي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS