...

IT_Director
Sun, Aug 31 2025 3:12 PM
gdgddgdgdgdggf

د روان کال زمري میاشتې په لړ کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون سلګونه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. د دغه روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ د زمری په میاشت کې ۱۹۴۹ تنه ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات او د ۴۴۷۱ نورو ناروغانو لابراتواري او الټراسونډ معاینات ترسره شوي دي. همدا رنګه په دغه موده کې د ۱۶۷ ناروغانو جراحي عملیاتونه هم ترسره شوي دي.  

د یاد روغتون د راپور له مخې د دغه خدماتو وړاندې کولو له امله ۴۲۴ زره او ۱۱۰ افغانۍ عواید هم لاسته راغلي چې د روغتون له لوري د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په وده او د کیفیت په ښه والي کې به مرسته وکړي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS