د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د دغه پوهنتون استادانو ته د «څېړنو لارې چارې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

دغه پروګرام د استادانو د علمي او څېړنیزو مهارتونو لوړوالي، د علمي مقالو کیفیت ښه والي او د پوهنتون په کچه د څېړنیزو ظرفیتونو ځواکمنتیا په موخه پیل شوی چې د ورکشاپ په لړ کې به استادان د څېړنیزو مهارتونو له نویو لارو چارو، څېړنو طراحي، د معلوماتو راټولولو، تحلیل او علمي لیکنو سره بلدتیا ترلاسه کړي.