...

په تېرو درېیو کلونو کې سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ چې د کابل طبي علومو پوهنتون تخصصي روغتونونو له ډلې څخه دی، د ۱۰۳ نادرو او پېچلیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی. دغه بریالیتوب د یاد انسټېټیوټ د تخصصي او مسلکي ټیم د هڅو او مهارتونو په نتیجه کې ترلاسه شوی او د ناروغانو لپاره د معیاري درملنې ترسره کولو زمینه برابره شوې ده.
په ترسره شویو عملیاتونو کې د زړه میترال دریڅې بدلولو ۵ ، د مادرزادي قلبي ناروغیو (تترالوژي فورت) د اصلاح ۲، د شیریانونو مجرا د تړلو ۴۶ ، د بشپړ سږو لرې کولو ۲، د سږو او هیداتید کېست ۱۵، د آئورت شیریانونو تنګوالي اصلاح۴، د شیریانونو بندېدو ۴ او په کیمیاوي موادو سره د سوځېدو له امله د مرۍ جراحي ۸ عملیاتونه شامل دي.