د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۱۰ کلن ماشوم د ژبې جراحي عملیات چې ټوله ژبه یې په مادرزادي ډول د خولې له لاندینۍ برخې سره بنده وه او ماشوم د خبرو کولو او ژبې حرکت له ستونزې سره

IT_Director
Thu, Jan 15 2026 11:32 AM
در دیپارتمنت جراحی پلاستیک شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا» عمل جراحی آزادسازی زبان یک کودک ۱۰ ساله که به دلیل چسپیدن کامل زبان بشکل مادر زادی با حفره دهان (قسمت پایینی) دچار مشکل در تکلم و حرکت زبان بود، با موفقیت انجام شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۱۰ کلن ماشوم د ژبې جراحي عملیات چې ټوله ژبه یې په مادرزادي ډول د خولې له لاندینۍ برخې سره بنده وه او ماشوم د خبرو کولو او ژبې حرکت له ستونزې سره مخ و؛ په بریالي ډول ترسره کړ. 

د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا، دغه ناروغ د ژبې بشپړ حرکت کمزورتیا او په خبرو کې د بندوالي له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له لازمو ارزونو وروسته یې د خولې له خالیګاه څخه د ژبې خلاصولو د جراحي عملیات پرېکړه وشوه.

ناروغ له عملیات وروسته د ژبې بشپړ حرکت او په عادي ډول د خبرو کولو وړتیا په ترلاسه کولو سره د ډاډ وړ روغتیايي وضعیت په لرلو له روغتون څخه رخصت شو.

Latest news

BACK TO NEWS