د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مخ او ژامې جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په یوه نادره طبي پېښه کې د پروان ولایت اوسېدونکي یو ۱۷ کلن ناروغ د پروتید لعابیه غدې څخه  ۳۱ ډبرې وایستلې. 

IT_Director
Wed, Dec 17 2025 10:30 AM
داکتران  دیپارتمنت جراحی وجه و فک شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا»  در یک واقعه نادر موفق به کشیدن ۳۱ عدد سنگ از غده لعابیه پروتید بیمار  ۱۷ ساله باشنده ولایت پروان شدند. 

د وجه جراحي متخصص سید هدایت الله سادات وايي چې ناروغ له اووه کلونو راهيسې له درد پرته د مخ کيڼ لوري متوسط پړسوب له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې د MRI With contrast او الټراسونډ معایناتو وروسته د پروتید (Parotid) لعابیه غده کې یې د یو شمېر ډبرینو کتلو (Calcified) شتون تثبیت شو. د دغه تشخیص له مخې ناروغ ته د عمومي انستیزي په تطبیق کولو سره د انسیژن  Retro Mandibular او Sialolithotomy یا له پروید غدې څخه د ډبرو ایستلو پروسیجر ترسره شو.   

د یادولو وړ ده چې د ډبرو له ایستلو وروسته لاعابیه غده بېرته تړل شوېده چې د ناروغ حالت له عملیات وروسته د ډاډ وړ بلل شوی او تر روغتیايي څارنې لاندې دی.

Latest news

BACK TO NEWS