د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» مرکزي ودانۍ او اړوندو تدریسي روغتونونو ودانیو د اساسي ترمیماتو پروژې چارې چې د ۸ میلیونه، ۹۵۸ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پیل شوې وې، دوام لري. 

IT_Director
Mon, Nov 24 2025 2:47 PM
جریان کار پروژه ترمیمات اساسی ساختمان مرکزی پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا» و شفاخانه‌های پوهنتون که به ارزش ۸ میلیون و ۹۵۸ هزار و ۵۰۰ افغانی آغاز شده بود ادامه دارد.

په دغه پروژو کې د پوهنتون مرکزي ودانۍ، مېلمستون، د توکو ډيپو او تدریسي روغتونونو د ودانیو داخلي ترمیم او رنګمالي شامل دي.

د یادولو وړ ده چې دغه پروژه د زېربناوو د ښه والي، د محصلانو لپاره د غوره روزنیز نظري او عملي چاپېریال رامنځته کېدو، د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړوالي، د پوهنتون او تدریسي روغتونونو په چاپېریالونو کې د مناسبو آسانتیاوو زمینې برابرولو په موخه په لار اچول شوې ده.

Latest news

BACK TO NEWS