د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د دغه پوهنتون د رهبري شورا غونډه ترسره شوه.

IT_Director
Thu, Nov 20 2025 9:50 AM
جلسه شورای رهبری پوهنتون علوم طبی کابل به رهبری شیخ‌الحدیث مفتی احسان ابوالفیضان رئیس پوهنتون علوم طبی کابل، برگزار شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د دغه پوهنتون د رهبري شورا غونډه ترسره شوه. په پیل کې د پوهنتون رئيس د رهبري شورا د اساسي موخو په اړه په مقدماتي وینا کې د ادارې د چارو په ښه ډول مخته وړلو کې د اطاعت او همغږۍ پر ونډه او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

د غوندې په دوام د شورا غړیو له لوري د ټاکل شوې آجنډا د ۲۰ مورده مهمو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه چې له هر اړخیزې کتنې وروسته یې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS