د کابل طبي علومو پوهنتون له‌ روغتیايي تکمیلي علومو، نرسنګ او عامې روغتیا پوهنځيو څخه د ۲۱۴ تنه محصلانو د فراغت په مناسبت وياړمنه غونډه ترسره کړه.

IT_Director
Mon, Sep 22 2025 3:18 PM
پوهنتون علوم طبی کابل« ابوعلی ابن سینا » به مناسبت فراغت ۲۱۴ تن از محصلان رشته‌های علوم متمم صحی، نرسنگ و صحت عامه، محفلی با شکوه را برگزار کرد. 

په یاده غونډه کې د ا.ا.ا یو شمېر  لوړ پوړیو مسوولینو( د معلوماتي ټيکنالوژۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستيال، د عامي روغتیا وزارت د پلان او پاليسي معين او يو تعداد نورو مسؤلينو) ګډون او وینا وکړه، فارغانو ته يې د مبارکۍ تر څنګ د علمي رسالت، اسلامي او  ټولنیزو مسوولیتونو، خلکو او د هېواد روغتیايي نظام ته د خدمت کولو ارزښت او د هېواد په راتلونکي جوړولو کې د ځوانانو د ونډې په تړاو ویناوې وکړې او د هغوی د ریښتیني خدمت، علمي او عملي کچې لوړوالي پر ارزښت یې ټینګار وکړ.

په پای کې فارغو محصلانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او د کابل طبي علومو پوهنتون علمي ټولنې د غړو په توګه رسماً ټولنې ته معرفي شول.

د یادولو وړ ده چې ۶۵ تنه د عامې روغتیا پوهنځي، ۴۳ تنه د نرسنګ او ۱۰۶ تنه د روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي څخه فارغ شول چې په دغه ۱۰۶ تنو کې د (انستیزي، طبي لابراتوار تکنالوژي او طبي انجنیري) د درې فارغ ورکوونکو ډيپارټمنټونو محصلان شامل دي.

Latest news

BACK TO NEWS