...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند عليآباد تدريسي روغتون د آنکولوژي ډیپارټمنټ جراحي ټيم د ۳۷ کلن ناروغ د پښتورګي سرطان عمليات د laparoscopy nephrectomy په طریقه بریالی ترسره کړ.
د دغه ډیپارټمنټ مشر ډاکتر امين يمال په وینا، ناروغ د تشو بولو پر مهال د وینې خارجېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. له تخصصي معايناتو وروسته، د پښتورګي سرطان تشخیص شو او پرېکړه وشوه چې عمليات د laparoscopy nephrectomy په طريقه ترسره شي، له عملیات وروسته د ناروغ وضعيت ښه ښودل شوی.