...

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۲۸
hh

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند علي‌آباد تدريسي روغتون د آنکولوژي ډیپارټمنټ جراحي ټيم د ۳۷ کلن ناروغ د پښتورګي سرطان عمليات د laparoscopy nephrectomy په طریقه بریالی ترسره کړ.

د دغه ډیپارټمنټ مشر ډاکتر امين يمال په وینا، ناروغ د تشو بولو پر مهال د وینې خارجېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. له تخصصي معايناتو وروسته، د پښتورګي سرطان تشخیص شو او پرېکړه وشوه چې عمليات د laparoscopy nephrectomy په طريقه ترسره شي، له عملیات وروسته د ناروغ وضعيت ښه ښودل شوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۸:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د جراحي ټيم له لوري د یو ناروغ د سر کوپړۍ هډوکي زیانمنتیا د ترمیم لپاره د کراینو پلاستي (Cranioplasty) عملیه په بریالي دول ترسره شوه. 

د اعصابو جراحي ټیم غړی پوهندوی ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې ناروغ شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د سر شدیدې ضربې له امله د Epidural Hematoma ډول مغزي خونریزۍ سره مخ و او د حافظې ډېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۷
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري؛ د مسلکي او تخصصي زده کړو د کیفیت لوړوالي او پراختیا په برخه کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ، تخصص، فوق تخصص او فلوشیپ د نوېو تحصیلي برنامو رامنځته کېدل تایید شول.   

په دغه برنامو کې د نرسنګ پوهنځي د نرسنګ ماسټرۍ، په طب پوهنځي کې د نفرولوژي ، د جدي مراقبتونو او سرطاني ناروغیو فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه، په قابلګي پوهنځي کې د نیوناتولوژي او په طب. . .

BACK TO NEWS