په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې کابل طبي علومو پوهنتون د ۷۶ څېړنیزو نړیوالو او ۲۹ داخلي مقالو په خپرولو سره د هېواد د علمي څېړنیزې کچې لوړولو په موخه کوټلي ګامونه اخیستي.

IT_Director
Thu, May 15 2025 11:15 AM
در سال ۱۴۰۳، پوهنتون علوم طبی کابل با نشر ۷۶ مقاله تحقیقاتی بین‌المللی و ۲۹ مقاله داخلی، گام‌های مهمی در راستای ارتقای سطح علمی و تحقیقی کشور برداشت.

دغه لاسته راوړنه د پوهنتون د استادانو، ډاکترانو او عملي کادر غړیو د هڅو پایله ده چې د دغه بنسټ د رهبرۍ په ملتیا، په ځانګړې ډول د علمي څېړنو کمېټې لخوا د طبی څېړنو د ودې په موخه اړین امکانات برابر شوي. د دغې کمېټې د جلساتو په ترڅ کې د علمي کادر غړیو د علمي آثارو او مقالو په منظم ډول کتنه او ارزونه کېږي څو یې کیفیت او صحت تضمین شي.

همداراز، د «افغان طبي مجلې» تر عنوان لاندې د کابل طبي علومو پوهنتون علمي فصل نامه چې له ‍۱۳۳۵ هـ.ش کال را په دې خوا خپرېږي، د ډاکترانو د علمي کچې په لوړولو او د طبي څېړنو په خپرېدو کې مهمه ونډه لري.

دغه لاسته راوړنه د طبي زده کړو د کیفیت لوړونې او څېړنو په برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ژمنتیا نښه ده او د هېواد د علمي ودې او روغتیایي خدمتونو په ښه کېدو کې موثر ګام دی.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS