د پوهنتون د تدریسي روغتونونو ترمنځ د همغږۍ غونډه د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیايي مؤسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي په مشرۍ او د روغتونونو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

IT_Director
Tue, Apr 29 2025 9:55 AM
جلسه هماهنگی میان شفاخانه‌های تدریسی این پوهنتون به رهبری دوکتور محمد هاشم ځاځی معاون امور مؤسسات صحی پوهنتون علوم طبی کابل و با حضور روئسای شفاخانه ها برگزار شد.

په دې غونډه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د ځانګړو ورکشاپونو او سیمینارونو د جوړولو لپاره د زمینې برابرول، د روغتونونو د اساسي او فرعي معیارونو ټاکل او په روغتونونو کې د شته ستونزو بیا کتنه او د عملي حل لار موندلو باندې بحث او نظرونه وړاندې شول.

د غونډې په پای کې، د روغتونونو د رئیسانو له خوا د نظرونو او وړاندیزونو له وړاندې کولو وروسته، د اجنډا د موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS