د الریاض پوهنتون مخکیني استاد په تدریسي او روغتیایي چارو کې له پتالوژي څانګې سره خپله همکاري پیل کړه!

IT_Director
Mon, Sep 02 2024 9:37 AM
د الریاض پوهنتون مخکیني استاد په تدریسي او روغتیایي چارو کې له پتالوژي څانګې سره خپله همکاري پیل کړه!

د سعودي عربستان د الریاض پوهنتون مخکني استاد او له کاناډا هېواد څخه افغانستان ته راغلي پروفیسور او د پتالوژي څانګې متخصص محمد یونس د کابل طبي علومو پوهنتون له سرپرست رییس سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

پروفسور محمد یونس په دغه لیدنه کې چې د پوهنتون د رهبرۍ ځینو غړو هم حضور درلود، د پتالوژي څانګې سره په تدریسي او روغتایي او کارکوونکو ته د مسلکي مشورو، تجربو شریکولو او ارتقا ظرفیت په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه او عملأ چمتوالی وښود.

د پوهنتون سرپرست ریس دوکتور مفتي اسد الله نجات ښاغلي یونس ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغه مننه وکړه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون په علي اباد تدریسي روغتون کې د پتالوژي څانګې د پرمختګ لپاره په رضاکارانه توګه همکاري کوي او دغه برخه لا پیاوړي کوي.

د پوهنتون رییس د نوموړي همکاري اغېزمنه او د یادې څانګې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله، نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. همداراز ښاغلي نجات زیاته کړه:

هڅه کوو چې د پتالوژي دیپارتمنت ته تر ماستري کچې پورې ارتقا ورکړو، نوموړي وویل: د راغلي متخصص استاد تجربې به نه یواځې د پتالوژي دیپارتمنت بلکې د کابل طبي علومو پوهنتون د اړوند تدریسي روغتونونو د ټول مسلکي پرسونل د لا پرمختګ او ارتقا لامل شي. د یادونې وړ ده چې ښاغلي یونس عملا د یادې څانګې سره همکاري او په کار پیل وکړه.

Latest news

Thu, Sep 12 2024 10:48 AM
Background image

A scientific webinar was held in Kabul University of Medical Sciences to raise awareness of Congo disease

Kabul University of Medical Sciences held a scientific webinar on the 11 September of this year under the title of "Congo disease" with the aim of raising awareness for the prevention. . .

BACK TO NEWS