د الریاض پوهنتون مخکیني استاد په تدریسي او روغتیایي چارو کې له پتالوژي څانګې سره خپله همکاري پیل کړه!

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۹:۳۷
د الریاض پوهنتون مخکیني استاد په تدریسي او روغتیایي چارو کې له پتالوژي څانګې سره خپله همکاري پیل کړه!

د سعودي عربستان د الریاض پوهنتون مخکني استاد او له کاناډا هېواد څخه افغانستان ته راغلي پروفیسور او د پتالوژي څانګې متخصص محمد یونس د کابل طبي علومو پوهنتون له سرپرست رییس سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

پروفسور محمد یونس په دغه لیدنه کې چې د پوهنتون د رهبرۍ ځینو غړو هم حضور درلود، د پتالوژي څانګې سره په تدریسي او روغتایي او کارکوونکو ته د مسلکي مشورو، تجربو شریکولو او ارتقا ظرفیت په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه او عملأ چمتوالی وښود.

د پوهنتون سرپرست ریس دوکتور مفتي اسد الله نجات ښاغلي یونس ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغه مننه وکړه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون په علي اباد تدریسي روغتون کې د پتالوژي څانګې د پرمختګ لپاره په رضاکارانه توګه همکاري کوي او دغه برخه لا پیاوړي کوي.

د پوهنتون رییس د نوموړي همکاري اغېزمنه او د یادې څانګې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله، نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. همداراز ښاغلي نجات زیاته کړه:

هڅه کوو چې د پتالوژي دیپارتمنت ته تر ماستري کچې پورې ارتقا ورکړو، نوموړي وویل: د راغلي متخصص استاد تجربې به نه یواځې د پتالوژي دیپارتمنت بلکې د کابل طبي علومو پوهنتون د اړوند تدریسي روغتونونو د ټول مسلکي پرسونل د لا پرمختګ او ارتقا لامل شي. د یادونې وړ ده چې ښاغلي یونس عملا د یادې څانګې سره همکاري او په کار پیل وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۵۵
Background image

په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغزي خونریزي بریالی جراحي عملیات تر سره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو د یو ۲۰ کلن ځوان پېچلی عملیات چې د کابل ولایت اوسېدونکی دی او د ترافیکي پېښې له امله یې مغزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون یو محصل په یوکلني نړیوال او علمي کنفرانس کې د غوره څېړنیزې مقالې وړاندې کوونکي جایزه وګټله

د بشیر احمد په نامه د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي څلورم ټولګي محصل په یوکلني نړیوال او علمي کنفرانس د ۷۰ تنو ګډون کوونکیو په ډله کې د غوره څېړنیزې مقالې وړاندې کوونکي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۹:۳
Background image

.

نن پنج‏شنبه د روان کال د لړم میاشتې ۲۴ چې د نوامبر له ۱۴ سره سمون خوري د شکر ورځ ده. د دغه ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي یو ورځني پروګرام په کابل طبي علومو پوهنتون کې د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS