د کادري روغتونونو د (تخصصي دورې) ټریني ډاکټرانو ارتقایي آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
Thu, Mar 07 2024 9:10 AM
امتحان ارتقای داکتران ترینی(دوره تخصص) شفاخانه های کادری اخذ گردید

د لمړي ځل لپاره د ۲۵۶ تنه ټریني ډاکټرانو آزموینه چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند مختلفو روغتونونوکې د تخصص دوره تر سره کوي، نن چهارشنبه د روان کال د کب پر ۱۶ چې د طبي زده کړو پراختیا ریاست له لوري په لار اچول شوې وه واخیستل شوه.

د طبي زده کړو پراختیا رئيس پوهنوال دوکتور محمد ولي ناصري وایي چې دغه ډول آزموینې هر کال د مسلکي ډاکټرانو ظرفیت د ارزونې په موخه تر سره کېږي. نوموړي زیاته کړه چې دغه آزموینه پخوا د روغتونونو د اړوندو ډيپارټمنټونو لخوا اخیستل کېده چې د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او علمي شورا له پرېکړې وروسته د ټریني ډاکټرانو ارتقایي آزموینه په پوهنتون کې اخیستل کېږي.

له بلې خوا هغه ټرېني ډاکټرانو چې په دغه آزموینه کې ګډون کړی و له دغه پروسې څخه خوښي څرګنده کړه. 

د یادولو وړ ده چې د تخصص بشپړولو برنامه چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو فارغان چې د آزموینو ملي ادارې له لارې د ځانګړې آزموینې له تر سره کولو وروسته، د دغه پوهنتون اړوند کادري روغتونونو په مختلفو دسپلینونو کې جذب او له درې تر پینځه کلونو پورې په عملي او نظري ډول د استادانو تر نظارت لاندې زده کړې تر لاسه کوي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS