...

IT_Director
Thu, Nov 05 2026 9:26 AM
ه، مواد ت

کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د ورځنیو پروژو او اساسي اړتیاوو لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده. دغه بودیجه د روغتون په لس برخو کې چې د درملو ، طبي مصرفي موادو، طبي تجهیزاتو، لابراتواري او تنظیفاتي موادو، بسترشویو ناروغانو خواړه،  د سوء تغذي مواد، د دفتري تجهیزاتو، موټرونو او جنراتورونو لپاره د تېلو او روغنیاتو تهیه پکې شامل دي لګول کېږي. 

د میوند تدریسي روغتون رئیس ډاکټر فیض الله مبارز وايي چې د دغه پروژو چې د قرطاسیې، تنظیفاتي موادو، تېلو او روغنیاتو پروژې دي کار یې بشپړ شوی دی او د پاتې پروژو چارې دوام لري چې ژر به پای ته ورسېږي.

دغه بودیجه د روغتون د اساسي اړتیاوو پوره کېدو او ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو لپاره د لازمو امکاناتو برابرولو په موخه ځانګړې شوې ده.