په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي

IT_Director
Wed, Sep 09 2026 1:37 PM
کنفرانس یک‌روزه تحت عنوان «مسیر تحصیلی، تخصصی و مسلکی ستوماتولوژی؛ فرصت‌ها و آینده» با حضور الحاج شیخ‌الحدیث مفتی احسان‌الله ابوالفیضان، رئیس پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا»، شماری از هیأت رهبری پوهنتون و جمع کثیری از محصلان و فارغان رشته ستوماتولوژی پوهنتون‌های امارتی و خصوصی، در پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد.

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د ستوماتولوژي څانګې ګڼ شمېر محصلانو او فارغانو په حضور ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په خپله وینا کې د علم او پوهې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د محصلانو او فارغانو د پوهې کچې لوړوالي او علمي ودې لپاره یې د دغه ډول علمي او مسلکي پروګرامونو ترسره کېدل اغېزمن او ګټور وبلل. 

وروسته بیا پوهنمل ډاکټر احمد میلاد ستانکزي د ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر اړوند موضوعات ګډونوالو ته وړاندې کړل. په غه برخه کې د ستوماتولوژي پوهنځي پېژندنې، کرېډېټ سیستم، لکچرونو، علمي برنامو او کلینیکي سېکلونو، د افغانستان طبي شورا آزموینو، د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو د تخصص بشپړېدو آزموینې، د غاښونو طب اړوند نړیوالو آزموینو، د پوهنتون علمي کادرونو د آزموینو او همدا رنګه د تخصصي څانګو د انتخاب په اړه لارښوونې تشرېح شوې.