د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» اړوند د علمي څېړنو معاونیت، د دې پوهنتون د طبي علومو څانګو استادانو، تدریسي روغتونونو او د خصوصي پوهنتونونو د استادانو د علمي او څېړنیز ظرفیت‌لوړوني په موخه د څېړنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل کړه.

IT_Director
Sat, Aug 22 2026 11:53 AM
معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا»، سلسله ورکشاپ‌های تحقیقی را به‌منظور ارتقای ظرفیت علمی و تحقیقی استادان رشته‌های علوم طبی این پوهنتون، شفاخانه‌های تدریسی و استادان پوهنتون‌های خصوصی آغاز کرد.

د دې لړۍ لومړی پړاو چې څلور ورځې به دوام وکړي، د کابل طبي علومو پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د یو شمېر استادانو په ګډون ترسره شو.

د دې ورکشاپ په لومړي پړاو کې د «پروپوزل لیکنې» موضوع د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي لخوا وړاندې کېږي. د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوال د څېړنیزو پروپوزلونو د چمتو کولو او تدوین له اصولو او میتودونو، د موضوع له ټاکلو، د ستونزې له طرحې، د څېړنې له موخو او د پروپوزل لیکنې له نورو اساسي پړاوونو سره اشنا کېږي.

د یادونې وړ ده چې د څېړنیزو ورکشاپونو دغه لړۍ به په اوو پړاوونو کې ترسره شي او ټاکل شوې ده چې په هر پړاو کې د علمي څېړنو اړوند یوه مهمه او عملي موضوع په نظري او عملي بڼه ګډونوالو ته وړاندې شي.