د وردګو ولایت اوسېدونکی یو ۳۰ کلن ناروغ د لاندینۍ ژامې په ښي اړخ کې د یوې لویې کتلې درلودلو له امله چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې بستر و؛ له معایناتو وروسته یې د Segmental Resection of Mandible جراحي عملیات په بریالیتوب تر
د وردګو ولایت اوسېدونکی یو ۳۰ کلن ناروغ د لاندینۍ ژامې په ښي اړخ کې د یوې لویې کتلې درلودلو له امله چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې بستر و؛ له معایناتو وروسته یې د Segmental Resection of Mandible جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شو.
د مخ جراحي متخصص ډاکټر سید هدایت الله سادات په وینا ناروغ په Odontogenic Keratocyst (OKC) ناروغۍ اخته و چې د ټپ لویېدو او نورو برخو ته د سرایت او بیا را ګرځېدو د مخنیوي لپاره یې Segmental Resection عملیات چې یوه غوره لاره ده ترسره شو.
د یادولو وړ ده چې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون په دوامدار ډول د خولې، ژامو او مخ جراحي تخصصي خدمات وړاندې کوي.
