د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ دغه روغتون په تېر ۱۴۰۴ کال کې د سترګو ۲۲۶۱ بریالیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی.
د دغه راپور له مخې په یادو عملیاتونو کې ۸۰ لایزري عملیاتونه شامل دي چې د درملنې کیفیت په ښه والي او د ناروغانو د عملیاتونو د وخت کموالي په برخه کې مهمه ونډه لري.
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د ځوانو کادرونو د روزنې تر څنګ هڅه کوي څو ناروغانو ته اغېزناک او کیفیت لروونکي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
